Asset 1SWN

د بغلان پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو

Khosti-p5435e6x51k4grg1lpurg52f0gktmc6y7o5uzbzm38

د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمدجاوېد بشارت وايي، د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان شریف الله خوستی له طالبانو سره په يوه نښته کې وژل شوی دی.

د بشارت په وينا، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې بغلان کې معتبرې سرچينې سلام‌وطندار ته وايي، د پلخمري ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان د طالبانو بريد کې ۹ امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي. د سرچينو په وينا، په دې پېښه کې د امنيتي ځواکونو درې ټانګونه هم ويجاړ شوي دي.

دغه سرچينې وايي، د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان شریف الله خوستی چې د يادو امنيتي ځواکونو مرستې ته ور روان و، په لاره کې د طالبانو کمين سره مخ شو او ووژل شو.

د ملي پخلاينې عالي شورا دغه پېښه غندلې ده.

د شریف‌الله خوستي وژنې د ملي شورا او بغلانيانو غبرګونونه راپارولي دي او مړی به يې نن خاور ته وسپاري.

 شریف‌الله خوستی دوه کاله وړاندې پر دغه دنده ګمارل شوی و. نوموړی څو ځلې د طالبانو په کمينونو او بريدونو کې ټپي شوی هم و.

د طالبانو دغه بريدونه په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست محمدیاسین ضیا ياد ولايت ته په خپل سفر کې وويل چې بغلان ولايت کې هېڅ امنيتي اندېښنه نشته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام