Asset 1SWN

د بغلان پوهنتون پر استادانو برید؛ ۲ کسان وژل شوي او ۶ ټپیان دي

161542056_3234232340010734_4527197108615595556_o

په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د بغلان ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «جلازيي» سیمه کې د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي د استادانو او زده‌کړیالانو پر موټر برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، په دغه برید کې د موټر چلوونکی وژل شوی او ۴ استادان ټپیان شوي دي. خو د بغلان ولایتي روغتون ډاکټران وايي چې د موټرچلوونکي او یوه زده‌کړیال جسدونه ور وړل شوي دي. د ډاکټرانو په وینا، د ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په یاد موټر کې له ۲۵ ډېر کسان سپاره وو او غوښتل یې خپلو دندو ته ولاړ شي.

د بغلان امنیتي چارواکو او طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام