Asset 1SWN

ا.ا د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د بېرته فعالېدو خبر ورکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال ذبېح‌الله مجاهد د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډه کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د بېرته فعالېدو خبر ورکړ.

د اسلامي امارت ویاند د دغه کمېسیون د جوړښت په اړه ډېر جزیات ورنه‌کړل، خو وویل چې د یاد کمېسیون په جوړښت کې به د رسنیو، علماو او حکومت استازي ګډون ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال په دې اړه وویل: «د رسنیزو سرغړونو کمېسیون جوړ شوی، یعنې د دې کمېسیون د فعالېدو امر صادر شوی دی. د دغه کمېسیون جوړېدل به د ټولو په ګټه وي. په یاد کمېسیون کې به د رسنیو، علماو او د حکومت استازي ګډون ولري. د کمېسیون موخه د رسنیو د ستونزو هوارول دي.»

په همدې حال کې د رسنیزو بنسټونو مسوولان او خبریالان له سلام‌وطندار سره په خبرو کې که څه هم د رسنیزو سرغړونو او ستونزو ته د رسېدنې لپاره د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د جوړېدو هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې د دغه کمېسیون د تشکیل او موخو په اړه له دوی سره مشوره نه ده شوې.

د  افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون غړی مسرور لطفي، د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د رسنیو او خبریالانو ستونزو حل لپاره یوازینۍ مرجع بولي او د دغه کمېسیون د بېرته جوړېدو هرکلی کوي.

 خو نوموړی وایي چې په دې برخه کې باید له ټولو رسنیزو بنسټونو سره مشوره شوې وای.

 په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې اداره یا «نۍ» مسوول ظریف کریمي سلام‌وطندار سره په خبرو کې د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د غړیو ټاکلو لپاره خبریالانو او رسنیزو بنسټونو ته د ټاکنو زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال ذبېح‌الله مجاهد په نږدې راتلونکې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کار له پیل څخه خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت حکومت له واکمنېدو وروسته یوشمېر خبریالان ونیول شول او ځینې شکنجه شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام