د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د بیا ارزونې او له القاعده شبکې سره د طالب ډلې د اړیکو لرلو په اړه د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر تر څرګندونو وروسته، تازه د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي چې په افغانستان او عراق کې به د خپلو ځواکونو پر کمېدو او حضور بیاکتنه وکړي.

بله‌خوا ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران ته د طالبانو سفرونو، په کور دننه له یوشمېر افغان سیاستوالو سره د ولسمشر غني او نورو لوړپوړو چارواکو لیدنو په دوحه کې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو په ټپه درېدو داسې اندېښنې راپورته کړي چې ښايي د سولې خبرې نورې هم وځنډېږي او دا پروسه ناکامه شي.

د چارو یوشمېر شنونکي پر دې باور دي چې ښایي د سولې پروسه په بشپړ ډول له منځه ولاړه نه‌شي، خو په وینا یې، د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به له ځنډ سره مخامخ شي.

د لغمان پخوانی والي او د چارو شنونکی اصف ننګ وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه له ګڼو ستونزو سره مل ده او تر ډېره د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو سیوری پرې غوړېدلی و چې په وینا یې، همدا لامل دی چې د دغه هېواد د نوي ولسمشر جو بایډن اداره پرې بیاکتنه کوي.

د نوموړي په وینا، د ډونالډ ټرمپ ادارې په یاد هوکړه‌لیک کې طالب ډلې ته ډېر امتیازونه ورکړي او طالبان اوس تمه لري، هر څه چې دوی وغواړي، نړیوال یې باید ومني. ننګ زیاتوي، اوس د امریکايي چارواکو دریځ هم بدل شوی او ښايي د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې ځنډنۍ خبرې نورې هم ټکنۍ شي.

خو پخوانی طالب چارواکی او د چارو شنونکی محمدحسن حقیار بیا وايي چې د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد پاتې کېدل ښيي چې د سولې پروسه به ډېر ژر بېرته پیل شي.

د هغه په خبره، که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر هوکړه‌لیک یا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي بیاکتنه کېږي، دا ټول د سولې ملاتړ او دې پروسې ته د طالب ډلې د هڅولو په مانا دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالب ډلې یو پلاوی له تېرو درېوو ورځو راهیسې په ایران کې دی او له ایراني چارواکو سره د ځینو موضوعاتو په اړه پر خبرو بوخت دي.

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله هم ویلي چې د سولې راتلو لپاره باید اوسنی فرصت له لاسه ونه وځي.

عبدالله زیاته کړې، پاتې طالب بندیان به له بنده خوشې او دا ډله به د ملګرو ملتونو له تور لېست نه هم واېستل شي، خو په وینا یې، دا ټول هغه مهال شوني دي چې دا ډله له افغان دولت سره د یوې تلپاتې سولې هوکړې ته ورسېږي.

په قطر کې د دولت د سولې مرکچي پلاوي ویاند پرون پر خپل ټویټر لیکلي و چې د طالب ډلې مرکچیان له تېرو ۹ ورځو راهیسې ورسره د جګړې د پای او د سولې راتلو بحث ته نه دي حاضر شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام