د پروان د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت د جبل‌السراج ولسوالي په مرکز کې یوې پنځلس کلنې نجلۍ ځان را ځړولی او وژلی دی.

د دغه ولایت د جنايي جرمونو د څېړنې امر فیض‌الرحمان سلام‌وطندار ته ویلي چې یوې نجلۍ چې د جبل‌السراج ولسوالي د مرکز اړوند اوسېدونکې وه، د شنبې ورځې په مازدیګر په خپل کور کې ځان را ځړولی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه په وینا، یاده نجلۍ شاوخوا ۱۵ کلنه وه. نوموړی که څه هم د دې پېښې د انګېزې او لامل په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام