سلام‌وطندار تېره اوونۍ د کب نولسمه د پنج‌شنبې پر ورځ په فاریاب کې د یوې کورنۍ په اړه  راپور خپور کړ چې د بې‌وزله له کبله یې خپل لس کلنه لور د یاد ولایت مرکز میمنې ښار بازار ته د پلور لپاره راوستې وه چې وروسته د نجلۍ پلار هغه پر یوه کس وپلورله.

خو د سلام‌وطندار له راپور وروسته او له یوې مرسته کوونکې مېرمنې سره د یادې رسنۍ په همغږۍ سره، پلورل شوې نجلۍ بېرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغې کورنۍ یو غړی غلام قهرمان چې دغه لس کلنه نجلۍ یې پېرلې وه، وايي: «یوه عمر خوړلي سړي، د خپلې لور د پلور لپاره مونږ ته راغلی او موږ یې هم لور په ۱۳۰زره افغانیو وپېرله.» د نوموړي په وینا، قهرمان غوښتل دغه نجلۍ لویه کړي او خپل زوی ته یې په نکاح کړي.

په همدې حال کې دغه لس کلنه نجلۍ د سلام‌وطندار په همغږۍ او د میدان ښار د مخکینۍ ښاروالې ظریفه غفاري په مشري د «افغانانو مېرمنو د لاسنیوي او پرمختګ ټولنې» په مرسته بېرته خپلې کورنۍ ته ورستنه کړل شوې ده.

د یادې لس کلنې نجلۍ پلار اسد‌الله وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپله لور پلورلې وه، خو اوس یې د خیرغوښتونکو کسانو له لوري اقتصادي ستونزې هوارې شوي او لور یې هم بېرته تر لاسه کړې چې له دې وروسته به هېڅ‌کله خپل  لور ونه پلوري.

په ورته مهال د فاریاب د کار او ټولنیزو چارو رییس داملا عبدالوکیل وايي چې کورنۍ باید خپلو اولادونو ته پام وکړي او په پلور یې لاس پورې نه کړي، ځکه د نوموړي په وینا، انسان لوړ ارزښت لري او نه باید د یوه غلام په څېر وپلورل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ځینو کورنیو د بې‌وزلۍ او  لوږې له کبله خپل اولادونه پلورلي او یا یې هم د خپل بدن د غړیو په پلور لاس پورې کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام