فاریاب؛ پلورل شوې نجلۍ بېرته خپلې کورنۍ ته ستنه‌ کړل شوه

سلام‌وطندار د تېرې اوونۍ د پنج‌شنبې پر ورځ په فاریاب کې د یوې کورنۍ په اړه راپور خپور کړ چې د بې‌وزله له کبله یې خپل لس کلنه لور د میمنې ښار بازار ته د پلور لپاره راوستې وه چې وروسته د نجلۍ پلار هغه پر یوه کس وپلورله. له یوې خیرغوښتونکې مېرمنې سره د سلام‌وطندار په همغږۍ، پلورل شوې نجلۍ بېرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړل شوې ده.

د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون: خبریال باید خپله ورځ زندان کې ونه نمانځي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، د اسلامي امارت له لوري د طلوع نیوز د درېوو کارکوونکو نیونه ناقانونه عمل دی. د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې نن د خبریال ملي ورځ ده، خو بهرام امان په زندان کې دی او خبریال باید خپله ورځ په زندان کې ونه نمانځي.

بایډن له خپل چیني سیال شي جین پېنګ سره ټیلیفوني خبرې کوي

له روسیې سره د چین د مرستو په اړه د اندېښنو پر دوام د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل چیني سیال شي جین پېنګ سره نن ټیلیفوني خبرې کوي.

دواړه مشران داسې مهال خبرې کوي چې امریکا پر چین فشار راوستی، څو پر اوکراین د روسیې د برید د ملاتړ لپاره له مسکو سره مرسته ونه‌کړي.

نجفي‌زاده: ا.ا د طلوع نیوز له ویاند پرته دوه کارکوونکي خوشي کړي

د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون یوه مخکیني مسوول تایید کړې چې د ا.ا له‌خوا پرون د دغه ټلویزیون له درېوو نیول شویو کارکوونکو څخه دوه یې بېرته خوشې شوي دي.

لطف‌الله نجفي‌زاده په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طلوع نیوز خبري څانګې رییس خپلواک ساپی او د ټلویزیون حقوقي سلاکار له پوښتنو وروسته بېرته خوشې شوي، خو ویاند بهرام امان لاهم له ا.ا سره بندي دی.