د اسعارو د راکړې ورکړې په بازارونو کې د صرافانو کاربندیز یوولسمې ورځې ته ورسېده.

د افغانستان د صرافانو سراسرې ټولنې د مشرتابه شورا غړي حاجي ځیرک سلام‌وطندار ته ویلي چې د یوولسو ورځو په تېرېدو سره لا هم د صرافانو ستونزې پر ځای دي او د افغانستان بانک چارواکو یې د حل په برخه کې ګام نه دی اوچت کړی.

د هغه په خبره، د ستونزو د حل په موخه یې له یوشمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي، خو پایله یې نه‌ده ورکړې.

سره له دې چې ځیرک وايي، تر هغه چې د صرافانو د کار اوسني جوازونه نوي نه‌شي، کاربندیز به یې دوام ولري، خو په وینا یې، که اوس یې جوازونه نوي شول، په څو کلونو کې به شرکتي جوازونه هم ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د شهزاده سرای او د هېواد په کچه د نورو صرافیو د بندیدو له کبله د خوراکي او سوند توکو بیې هم لوړې شوې دي.

په همدې حال کې یوشمیر هغه صرافان چې له مارکېټونو بهر د سړک پر سر اسعار تبادله کوي، هم شکایت لري چې د اسعارو په راکړه ورکړه او بیو کې ګډوډي جوړه شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د احمدنثار او محمدامان په نوم صرافان چې کابل ښار کې د سړک پر غاړه پیسې تبادله کوي وايي، د صرافانو کاربندیز خلک له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او زیان یې هم ورته رسولی دی.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان بانک نظر هم واخلو، خو سره له دې چې د دغه بانک د رسنیو چارو مسوول حسیب‌الله نوري راسره د مرکې ژمنه وکړه، خو وروسته یې د سلام‌وطندار راډیو ټیلیفوني اړیکو ته ځواب ور ‌نه‌کړ.

د صرافانو سراسري شورا غړیو چې یوولس ورځې وړاندې یې د افغانستان بانک له لوري د شرکتي جوازونو د اجباري کېدو په غبرګون کې کاربندیز پیل کړی، سلام‌وطندار ته ویلي چې غواړي د تېر په څېر په دودیز ډول د پولي خدمتونو کار ته دوام ورکړي، خو د افغانستان بانک ورته ویلي چې شرکتونه جوړ کړي او په پرمختللي ډیجیټلي سېستم سره دې دغه خدمتونه وړاندې کړي. خو صرافان وايي، دا کار ځکه نه‌شي کولای چې لګښتونه یې ډېرېږي او دوی یې بیا نه شي پرې کولای.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام