صالح: اوربند او د سولې حکومت جوړېدل د استانبول غونډې اجندا کې شامل دي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د استانبول غونډې لپاره چې ښايي په روانه اوونۍ کې جوړه شي، درې اجنداوې په پام کې نیول شوې دي.
نوموړي دا څرګندونې نن په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې چې زرګونو کسانو په‌کې ګډون کړی و، کړې دي. د هغه په خبره، پر ارزښتونو هوکړه، اوربند او د سولې حکومت جوړېدل د استانبول غونډې په اجندا کې شامل دي.

ټیفا: د وکیلانو او خلکو ترمنځ د اړیکو میکانیزم نشته

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب‌زاده وايي چې د وکیلانو او خلکو ترمنځ د اړیکو څرنګوالي میکانیزم نشته.
هغه نن په یوه خبري غونډه کې چې د سولې لپاره د ښځو مطالعاتو بنسټ له لوري جوړه شوې وه، وویل چې په ملي شورا کې د وکیلانو او خلکو ترمنځ د منظمو اړیکو او ځانګړي میکانیزم نه موجودیت یوه جدي ستونزه ده.

پکتیا کې هدفي وژنې؛ یوه میاشت کې ۱۶ کسان ترور شوي

که څه هم له څه مودې راهیسې په پکتیا کې ستر بريدونه نه دي شوي، خو داسې ښکاري چې وسله‌والو د جګړې لوری بدل کړی او تر ډېره د هدفي وژنو په اړه خبرونه ورکول کېږي.
د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمدالرحمان قادري وایي، د هوا په تودېدو سره په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ قومي مخور، څارنوالان او امنیتي کسان وژل شوي دي.

ننګرهار کې پر مېرمنو د کورونا اغېزې

ننګرهار د سرحدي ولايتونو له ډلې یو هغه دی چې اوسېدونکي یې د کورونا ويروس له ګواښ سره لاس او ګرېوان وو. دغه ولایت ته له کوزې پښتونخوا څخه د مسافرو او کډوالو راتګ هغه څه و چي د کورونا ويروس د خپرېدو په اړه یې خلک اندېښمن کړي وو. اوس يوشمېر مېرمنې وایي، له یوې خوا یې کورونا د وجود مقاومت کمزوری کړی او بله‌خوا د بې‌کارۍ له کبله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، د نارینه‌وو ډېر وخت پر کور پاتې کېدل، د خاوند او مېرمنې ترمنځ د تاوتریخوالي لامل شوي دي.