Asset 1SWN

فيفا: د وزارتونو د سرپرستۍ تنظیمولو قانون بې مانا او اجرايي ضمانت نه‌لري

121718896_346866933213841_3822023715419093086_n-ox6ww5o8y58d0omesysco6rh6x60ppf7al97ahpbx0

 

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا غړيو نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د وزارتونو د سرپرستۍ چارو تنظیمونو قانون بې مانا دی او هېڅ ډول اجرايي ضمانت نه لري.

د فیفا غړیو زیاته کړه، حکومت په داسې حال کې کاندید وزیران د باور رایه اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته استوي چې په تېرو دوه نیمو کالو کې د ملي یووالي حکومت او دغه راز د اوسني حکومت د کابینې وزیران او د خپلواکو ادارو رييسان د سرپرستۍ قانون پر خلاف د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید وايي، په ورستیو کلونو کې د ادارو د سرپرستۍ پر فرهنګ تکیه کول لامل شوی چې خلک د اساسي قانون پر بنسټ له نظمه لرې شي او دغه راز د فساد او ځواب نه ورکولو لپاره زمینه چمتو شي.

د دې بنسټ غړي وايي، په هېواد کې د اساسي قانون له تصویبه دوه لسیزې تېرېږي، خو په دې موده کې «د دولت د اساسي تشکیلاتو قانون» د تصویب لپاره ملي شورا ته نه دی استول شوی.

د هغوی په خبره، د دې قانون په نه موجوديت کې د وزارتونو شمېر او د هغوی د ندو او صلاحیتونو حدود لاهم په مبهم حالت کې دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د پارلماني پروګرامونو مسوول حسیب معترف وايي، د اوسني حکومت کابینه هم د تېر په څېر یوه توافقي کابینه ده او څوکۍ یې د دوو مشرانو ترمنځ وېشل شوې دي.

د برحال حکومت له تشکیلېدو اته میاشتې وروسته، حکومت اعلان وکړ چې د کابینې لپاره کاندید وزیران به د باور رایو اخيستو لپاره د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته معرفي کړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام