Asset 1SWN

د سولې خبرو کې له پرمختګ سربېره هېواد کې جګړه په شدت دوام لري

13178770_1148220045238108_5565856629575390971_n

 

د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوي له نږدې ۳میاشتو وروسته تېره ورځ د بین‌الافغاني خبرو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل پر وروستي کېدو هوکړې ته ورسېدل.

دواړو لوريو یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، کاري کمېټو ته یې دنده سپارلې چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي؛ خو د سولې خبرو کې د دغه پرمختګ سربېره هېواد کې جګړې دوام لري.

تېره شپه د هلمند لښکرګاه ښار د درېیمې او څلورمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې سختې نښتې شوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، طالبانو لومړی پر دغو سیمو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو مقاومت سره مخ شول چې پايله کې يې ۱۳ طالب وسله‌وال وژل شوي.

ځواک وايي، ډېرو سیمو کې د افغان ځواکونو عملیات اوس هم دوام لري، ترڅو لویې‌لارې او له لاسه وتې سیمې بېرته ونیسي.

په همدې مهال د هلمند اوسېدونکي هیله ښيي چې که د سولې خبرو کي پرمختګ کېږي، باید د جګړې د کمېدو لامل شي.

د هغوی په وینا، د تمې خلاف یې لا هم هلمند کې جګړې په شدت روانې دي.

د هلمند ترڅنګ، کندهار او روزګان کې هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي.

روزګان کې يوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، نن غرمه تر سختو جګړو وروسته د دهراوود ولسوالۍ مقام، امنیې قومنداني، د ملي امنیت مدیریت، ښاروالي، روغتون او د ولسوالۍ بازار کنټرول د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

طالبانو د روزګان دهراوود ولسوالۍ نږدې شل ورځې وړاندې نیولې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام