د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې شوې پرونۍ چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۲ ته لوړ شوی دی.
پاکستاني رسنیو نن سهشنبه د سلواغې یوولسمه راپور ورکړی چې پېښور کې د لېډي ریډېنګ روغتون مسوولان هم دغه شمېرې تاییدوي کړي او ویلي یې دي چې پېښه کې وژل شوي کسان تر ډېره پولیس افسران دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه روغتون ویاند محمدعاصم رسنیو ته ویلي، د چاودنې پر ورځ یاد روغتون ته ۱۵۸ ټپیان وروړل شوي و چې ډېری یې له درملنې وروسته رخصت کړي دي.
بلخوا پېښور کې د ژغورنې ډلې وايي چې له تېرې ورځې راهیسې تر خاورو لاندې د کسانو د رااېستلو عملیات روان دي. د راپورونو له مخې، د پولیسو مرکز اړوند جومات کې له چاودنې وروسته پر لمونځ کوونکو چت راپرېوتی او ډېری کسان تر خاورو لاندې شوې دي.
بلخوا د پېښور د پولیسو مشر محمد اعجاز رسنیو ته ویلي، د برید قربانیان تر ډېره پولیس دي او په وینا یې، له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پولیس د جومات په انګړ کې د لمونځ لپاره راټول شوي وو.
د راپورونو له مخې، دغه برید یوې داسې سیمه کې شوی چې شاوخوا یې د پولیسو مرکزي دفترونه، د ترهګرۍ ضد څانګه او نور نظامي بنسټونه شتون لري.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د یاد برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستی و، خو وروسته یې وویل چې برید دوی نه دی کړی.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند په یوې ویناپاڼه کې ویلي، دوی پر جوماتونو او عیدګاوو بریدونه نه کوي. دغه برید په نړیواله کچه غندل شوی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم برید غندلی او هغه یې غیر اسلامي عمل بللی دی.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت پر لمونځ کوونکو برید غندي او دغه عمل د اسلام مبین دین له احکامو سره په ټکر کې بولي.