Asset 1SWN

کندوز کې د طالبانو بې‌پيلوټه الوتکې د پوځ پر یوه کنډک برید کړی

Drones-1-p1hxrpqyj9nhds9cr1rygh4o6djiujx9jtvbniyvu4 (1)

په کندوز کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالبانو دوو بې‌پیلوټه الوتکو نن ماسپښین د دغه ولایت په امام‌صاحب ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه کنډک بم غورځولي دي.

د سرچینې په وینا، دغه بم یاد کنډک ته نږدې لګېدلی، خو چاودلی نه دی.

سرچینه زیاتوي چې یادې الوتکې د امنیتي ځواکونو له ډزو وروسته د دغه کنډک له سر نه لرې شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو او د کندوز محلي او امنیتي مسوولان په دې اړه څه نه وايي.

د طالبانو دوو بې‌پیلوټه الوتکو درې ورځې وړاندې هم د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو سر ته ورغلې او پر یاد مرکز یې بم وغورځاوه.

امنیتي سرچینو ویلي چې د یاد بم له کبله یوه نظامي چورلکه زیانمنه شوې، خو د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو ویاند د چورلکې زیانمنېدل نه مني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام