Asset 1SWN

یونیسف: د افغانستان په ګډون، سوېلي اسیا کې تر ټولو ډېر کم‌عمره ودونه کېږي

عروسی-دختر-خردسال-1-pzdsot6vhtpt1gphbvxk5fuaph6kcl1upbvdqa7gy0

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف تازه اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون، سوېلی اسیا کې ۲۹۰ میلیونه کم‌عمره ودونه شوي او په دې سره یې په نړۍ کې د کم‌عمره ودونو تر ټولو لوړې شمېرې په خپل نوم ثبت کړې دي. یونیسف ناچاري او د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د کم‌عمره ودونو د لوړو شمېرو تر ټولو ستر لاملونه ښودلي دي.

په کم عمر کې د ماشومانو ودونه هغه دردوونکی او بې‌خونده کار دی چې افغانستان کې ډېری کورنۍ د بې‌وزلۍ، نه پوهاوي او په بدو او د پور په بدل کې د نجونو واده کول هغه ناوړه دود دی چې زرګونه نجونې یې او ان هلکان یې قرباني شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مینه چې په اووه‌لس کلنۍ کې په زوره د خپل کاکا لور ته واده شوې او د کم‌عمره ودونو یوه قرباني ده، وايي چې له کورني تاوتریخوالي کړېږي. هغه زیاتوي: «د پلار په ټینګار مې په اووه‌لس کلنۍ کې د کاکا له زوی سره واده وکړ. کورنۍ مې ډېر تاوتریخوالی راسره کوي او څو ځله مې د ځان‌وژنې هڅه وکړه، خو بریالۍ نه شوم.»

په کم عمر کې ودېدل لامل کېږي چې نجونې خپل حقونه او ازادۍ له لاسه ورکړي، له زده‌کړو او پرمختګ څخه پاتې شي او یا هم دا چې خپلو هیلو ته د رسېدو تمه نه لري؛ نو له خپل سخت او ناخوښه ژوند څخه د تېښتې په موخه ځان‌وژنې ته مخه کړي.

د پروان اوسېدونکې بنفشه بیا د کم‌عمره ودونو د یوې قرباني خور ده. هغه وايي چې کوچنۍ خور یې زاړه سړي ته واده شوې ده. نوموړې زیاتوي: «خور مې کم‌عمره وه او یوه زاړه سړي ته ورکړل شوه. خور مې ناخوښه وه او همدا لامل و چې ځان‌وژنه یې وکړه. له بده مرغه ډېرې نجونې چې کم‌عمره وي، په بدو کې ورکول کېږي.»

په همدې حال کې د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې هم په افغانستان کې د کم‌عمره ودونو لوړې شمېرې تاییدوي او وايي، اوس په افغانستان کې د کم‌عمره ودونو تر ټولو ستر لامل د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ښځو حقونو فعاله فروزان داوودزۍ وايي: «کم‌عمره ودونه په افغانستان کې ډېر دي او خلک د ناچارۍ او د ښوونځیو تړل کېدو له کبله کم‌عمره ودونو ته غاړه ږدي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله مسعوده کړوخېل بیا د په زوره او کم‌عمره ودونو د تایید تر څنګ، ټینګار کوي چې دا ودونه تلپاتې نه دي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یو‌ان‌ډي‌پي وړمه ورځ په خپل راپور کې ویلي وو چې افغانستان کې یوشمېر کورنۍ د بې‌وزلۍ له کبله او د خپلو اړتیاوو پوره کولو په موخه اړ دي چې په خپلو ماشومانو کار وکړي او یا هم خپلې کم‌عمره لوڼې واده کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام