د ماشومانو د ژغورنې موسسې (سېف د چېلډرن) د اسلامي امارت د واکمنۍ د یوه کال پورهکېدو په درشل کې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو ژوند تریخ شوی دی.
د دغه موسسې په راپور کې ویل شوي چې ناوړه اقتصادي وضعیت او د کافي خوراکي توکو نشتون، د ماشومانو د ودونو زیاتېدو لامل شوی چې دې چارې پر کم عمره نجونو ډېر اغېز کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور کې راغلي چې تېر یوه کال کې له ۸۸ سلنه کم عمره نجونو څخه د والدینو لهخوا د کورنۍ مالي وضعیت ښهوالي په موخه د واده غوښتنه شوې ده.
د ماشومانو ژغورنې موسسې راپور زیاتوي چې اقتصادي ناورین، وچکالي او د اسلامي امارت له لوري لګول شوي محدودیتونه لامل شوي چې ۹۷ سلنه کورنۍ ونهشي کړای چې خپلو اولادونو ته کافي خواړه برابر کړي.
راپور کاږي چې د بېوزلۍ او لوږې له امله افغان نجونې د درس ویلو، لوبو او کار کولو لپاره پوره انرژي نه لري.
په همدې حال کې یوشمېر ماشومان د خپلو کورنیو ترینګلي اقتصادي وضعیت څخه اندېښنه ښيي او سلاموطندار ته وايي، افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته یې ژوند نور هم تریخ شوی دی.
دوی زیاتوي، سره له دې چې ټوله ورځ کار کوي، خو بیا هم د خپلو کورنیو اړتیاوې نهشي پوره کولی. دغه ماشومان له اسلامي امارت غواړي چې د اقتصادي ستونزو حل ته یې پام وکړي.
ماشومه سکینه وايي: «پلار مې نشته، زه خپله ژاولې خرڅوم. که څوک یې واخلي په پیسو د کور کرایه ورکوم او ډوډۍ پرې اخلم، خو په پنځوس او شپېتو افغانیو څه کېږي.»
په ورته وخت کې د ماشومانو د حقونو یوشمېر فعالان سلاموطندار وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو د بېوزلۍ او لوږې لمن نوره هم د پراخېدو په حال کې ده.
دوی زیاتوي، که د دغو ماشومانو روان ناسم وضعیت ته پام ونه شي، له ژورې ناهیلۍ او خفګان سره به مخ شي. د ماشومانو د حقونو ملاتړي نیوکه کوي چې اسلامي امارت دې برخه کې مهم پروګرامونه نه لري.
د ماشومانو ژغورنې موسسه همدارنګه وايي، ورسره مرکه کړیو نجونو ورته ویلي، دا چې نور نه شي کولای ښوونځي ته لاړ شي، ناهیلي او غوصه دي.
د دغه بنسټ د راپور پربنسټ، د ۲۰ سلنه هلکانو په پرتله ۴۵ سلنه نجونو ماشومانو ټینګار کړی چې اقتصادي ستونزې، د اسلامي امارت محدودیتونه او د ټولنې لیدلوري، د هغوی د ښوونې او روزنې پر وړاندې اصلي خنډونه دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د سلاموطندار خبریال هڅه وکړه چې د دغه راپور په اړه د اسلامي امارت نظر هم ترلاسه کړي، خو له ډېرو هڅو سربېره، بریالی نه شو.