د ماشومانو خوندیتوب اداره وايي چې افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا، روانې وچکالۍ او د اوکراین جګړې د اغېزو له امله په دغه هېواد کې ۹.۶ میلیونه ماشومان هره ورځ په لوږه تېروي.

دغه سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د وګړو ژغورنې لپاره په لنډ وخت کې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا ده، خو دغه مرستې افغانستان کې د لوږې له ناورین سره د مقابلې لپاره بسنه نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاته کړې چې که څه هم د وروستیو میاشتو پرمهال افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د پام وړ مرستې شوې دي، خو د دغه هېواد ۱۹.۷ میلیونه ماشومان او لویان چې ۵۰سلنه نفوس جوړوي، لا هم د خوړو لپاره څه نه لري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د راپور پربنسټ، یوازې د  مارچ میاشتې څخه تر مې پورې، ۲۰۰۰۰ کسان له قحطۍ سره مخ شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي چې افغان ماشومان د نړیوالې ټولنې له لوري د دغه هېواد د شتمنیو د کنګلېدو له امله د دوی د سیاستونو بار زغمي، په داسې حال کې چې لوږه، وزګارتیا، او د خوراکي توکو بیې په کم‌ساري توګه لوړې شوي او کورنۍ یې اړ کړي چې د خپلو اولادونو د خوراک لپاره ناهیلې کړنې ترسره کړي.



د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اړیکو مدیره اتنا ریبورن ویلي: «زموږ د روغیتا برخې کارکوونکي هره ورځ د هغو ماشومانو درملنه کوي چې زمونږ د سترو پر وړاندې یې له لاسه ورکوو؛ ځکه دوی په ورځ کې یوازې یو ځل خواړه خوري. افغانستان کې ماشومان له جګړې پرته ژوند نه پېژني، اوس د دې وخت نه دی چې نړۍ افغان ماشومانو ته شاه کړي.»

د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اړیکو مدیرې زیاته کړې، که څه هم وړاندیدوینه کېږي چې ۱۸.۹ میلیونه ماشومان او لویان به له جون تر نوامبر میاشتې پورې خوراکي توکو ته اړتیا پیدا کړي، خو یوازې د ۳.۲ میلیونه کسانو د ملاتړ لپاره بودیجه شتون لري.

د  نوموړې په وینا، اوکراین ته د نړۍ د پام اوښتل د دې لامل شوي چې افغانستان کې پر وخت د لوږې ناورین ته د رسېدو لپاره هڅې راکمې شي.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو راوروسته، هېوادوال ورځ تر بلې زیاتېدونکې لوږې او اقتصادي ناورین سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه وضعیت په داسې حال کې په خرابېدو دی چې نړۍ د لوږې له ستر ناورین سره لاس او ګرېوان ده. اټل کېږي چې په نړۍ کې شاوخوا ۴۴ میلیونه ماشومان او لویان د لوږې په درشل کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام