د ماشومانو د ساتنې اداره  وايي، د دوی څېړنې  ښيي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بندپاتېدو له امله شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه‌زده کوونکي له زده کړو محرومې شوې دي.

دغه سازمان پرون ناوخته د راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د ۱.۱ میلیونه زده‌کوونکو له ډلې ۸۵۰  زره یې اوس مهال ښوونځیو ته نه ځي. د ماشومانو د ساتنې اداره ویلي چې دا راپور افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ” یونیسف” او د هغې د روزنیزو شریکانو په همکارۍ چمتو شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سویلي اسیا لپاره د ماشومانو د ساتنې سازمان مسوول اولیور ویلي، هغه نجونې چې تېر میاشت د اسلامي امارت له بندیزونو سره مخ شوي او د ښوونځیو د دروازو څخه بېرته کور ته استول شوي غمجنې شوې او زړونه یې مات شوي دي.

اولیور فرانچي ویلي، زده‌کړې د ټولو ماشومانو په ځانګړي ډول نجونو لپاره د ژغورنې لار ده. د دې پرته مخ په زیاتیدونکي ډول تاوتریخوالي، ناسم چلن اوپه کم عمر کې د ودونو د ګواښونو سره مخ کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اولیور فرانچي زیاته کړې: « د ماشومانو د ساتنې سازمان له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژر تر ژره د ټولو عمرونو نجونو ته ښوونځیو ته د ورتګ اجازه ورکړي. د اداري او لوژستیکي پلوه هېڅ کومه داسې مسله نشته چې د نجونو زده‌کړو ته د لاس رسي د مخنیوي لپاره توجیه شي.»

د اسلامي امارت حکومت نړیوالې ټولنې سره د کړې ژمنې پرخلاف د وري په میاشت کې د نامعلومې مودې لپاره له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو اعلان وکړ. سره له دې چې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د شپږم ټولګي څخه د پورته د نجونو د زده کړو د پیلېدو لپاره د اسلامي اساساتو او ملي ارزښتونو په رڼا کې په یوه طرحه کار روان دی چې د بشبړیدو وروسته به یې ښوونځي پرانیستل شي. خو تراوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام