نږدې ۱۰ میلیونه افغان ماشومان هره ورځ په لوږه تېروي

د ماشومانو خوندیتوب اداره وايي چې افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا، روانې وچکالۍ او د اوکراین جګړې د اغېزو له امله په دغه هېواد کې ۹.۶ میلیونه ماشومان هره ورځ په لوږه تېروي.

دغه سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د وګړو ژغورنې لپاره په لنډ وخت کې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا ده، خو دغه مرستې افغانستان کې د لوږې له ناورین سره د مقابلې لپاره بسنه نه کوي.