کابل کې پرتو کتابتون ودونو کې د لګښتونو کمېدو په موخه ناسته وکړه

کابل کې د پرتو کتابتون له لوري نن چهارشنبه د چنګاښ ۲۸مه «وادونو کې د لوړ لګښت د پایلو او عواملو ارزونې او د اسانه واده د حل‌لارو وړاندې کولو» تر نوم لاندې علمي او تخصصي ناسته وکړه. د پوهنتون استاد محمدباقر حسیني دې ناسته کې له کورنیو غوښتنه وکړه چې وادونو کې د لوړ لګښت مخه ونیسي.

۸۸سلنه افغان نجونې د والدینو له‌خوا کم عمر کې واده کولو ته اړ شوي

د ماشومانو د ژغورنې موسسې (سېف د چېلډرن) د اسلامي امارت د واکمنۍ د یوه کال پوره‌کېدو په درشل کې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو ژوند تریخ شوی دی. راپور کې راغلي چې تېر یوه کال کې له ۸۸ سلنه کم عمره نجونو څخه د والدینو له‌خوا د کورنۍ مالي وضعیت ښه‌والي په موخه د واده غوښتنه شوې ده.