Asset 1SWN

کابل کې پرتو کتابتون ودونو کې د لګښتونو کمېدو په موخه ناسته وکړه

35c70442-3951-4ef7-a41d-63b327e0e52c-q9n1vg3wucxqlfebd9ex9cecv0ahfksbiv3zrqh6yw

کابل کې د پرتو کتابتون له لوري نن چهارشنبه د چنګاښ ۲۸مه «وادونو کې د لوړ لګښت د پایلو او عواملو ارزونې او د اسانه واده د حل‌لارو وړاندې کولو» تر نوم لاندې علمي او تخصصي ناسته وکړه.

 دې ناسته کې یو‌شمېر دیني عالمانو او د پوهنتون استادانو وویل چې ودونو کې لوړ لګښتونه کولای شي، له کور د نجونو د تېښتې او له دوی سره د کورني تاوتریخوالي لامل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنتون استاد محمدباقر حسیني دې ناسته کې له کورنیو غوښتنه وکړه چې وادونو کې د لوړ لګښت مخه ونیسي.

د نوموړي په وینا، کورنۍ او ځوانان دې په ودونو کې د لوړ لګښت پر ځای دغه پیسې په بنسټ‌ییزو کارونو کې ولګوي. هغه وویل: «کولای شي چې د لوړو زده‌کړو او یا د کارموندنې برخه کې یې مصرف کړي.»

«وادونو کې د لوړ لګښت د پایلو او عواملو ارزونې او د اسانه واده د حل‌لارو وړاندې کولو» ناسته کې دیني عالم حفیظ‌الله اکبري که څه هم واده یوه حیاتي مسله بولي، خو په وینا یې، ودونو کې لوړ لګښتونه اسلام دین سره په ټکر کې دی.

 نوموړي زیاته کړه چې په بدو کې د نجونو ورکړه، جبري وادونه، اختری وړل او ودونو کې لوړ لګښونه د اسلام دین کې ځای نه‌لري.

بل‌خوا یو‌شمېر ځوانان او پېغلې د کورنیو له‌خوا په ودونو کې لوړ لګښتونه د ځوانانو د وادونو پر وړاندې ستر خنډ بولي.

 شازیه چې یو کال یې له کوژدې تېرېږي، وايي، د کورنیو اقتصادي ستونزې، لوړ لګښتونه او د قوم ترمنځ سیالي لامل شوي چې ډېری ځوانان او پېغلې له واده پاتې یا په لوړ عمر کې واده وکړي.

شازیه د نجونو له کورنیو غواړي چې پر هلکانو د لوړ لګښت له کېښېدو ډډه وکړي او په وینا یې، اوسنیو شرایطو کې خلک د لوړو لګښتونو د ورکړې توان نه‌لري. هغې وویل: «پر زوم باید دومره لګښتونه بار نه‌شي، ګیلې او درانه اختري، باید همکاري وشي.»

په ورته مهال نذیره حسیني هم وايي چې کورنۍ باید ودونو کې له ناوړه دودونو ډډه وکړي. نوموړې وویل: «داسې شرایطو کې چې خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، له لګښتونه کم شي او دا د زوم او ناوې په ګټه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې ډېری ځوانان د خپلې خسرګنۍ په خوښه د واده لګښتونو برابرولو لپاره اړ شوي چې کلونه کلونه بهرنیو هېوادونو کې مزدورۍ ته مخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام