یونیسف: د افغانستان په ګډون، سوېلي اسیا کې تر ټولو ډېر کم‌عمره ودونه کېږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف تازه اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون، سوېلی اسیا کې ۲۹۰ میلیونه کم‌عمره ودونه شوي او په دې سره یې په نړۍ کې د کم‌عمره ودونو تر ټولو لوړې شمېرې په خپل نوم ثبت کړې دي. یونیسف ناچاري او د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د کم‌عمره ودونو د لوړو شمېرو تر ټولو ستر لاملونه ښودلي دي.

راپورونه: یوازې یوه میاشت کې په نهو ولایتونو کې یوولس کسانو ځان‌وژنه کړې

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښو ډېروالي ته په کتو، د دغو پېښو د قربانیانو د کورنیو غړي وايي، کورنی تاوتریخوالی، اروايي ناروغۍ او اقتصادي ستونزې د ځان‌وژنې اصلي لاملونه دي.
څوارلس کلنه فاطمه چې د دایکندي د یوې ولسوالي اوسېدونکې ده، د وري میاشتې په لومړیو ورځو کې یې ځانه‌وژنه وکړه.