م.جاهد هېوادونو ته: د ا.ا مخالفانو ته خپله خاوره کې د فعالیت اجازه مه‌ ورکوئ

وروسته له هغې چې پر ټولنیزو رسنیو د عیسی محمدي په نوم ټولنیز فعال او د سرپرست حکومت مخالف ایران کې د نوموړي د ممنوع‌الخروجېدو په اړه خبرونه خپاره شول، د سرپرست حکومت ویاند وايي، هېوادونه باید سیاسي مخالفانو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

د روزګان والي مسوولانو ته: له دولتي موټرو شخصي استفاده‌کوونکي ونیسئ

د روزګان والي دغه ولایت کې د یوې غونډې پر مهال اړوند مسوولانو ته سپارښتنه کړې، هغه کسان چې له نظامي وسایطو شخصي استفاده کوي، وسایط دې ترې واخلي او قانوني چلن دې ورسره وشي.

محمدعلي جان احمد زیاته کړې چې یو‌شمېر کسان له دولتي وسایطو څخه په وادونو او نورو مراسمو کې کار اخلي چې په وینا یې، عامه نظم یې ګډوډ کړی دی.

د پکتیا بالاحصار د پاتې ۲۰سلنه سروې چارې پیل شوې

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د «بالاحصار» د بیارغونې په موخه د تخنیکي سروې د پاتې ۲۰سلنه سروې چارې پیل شوې دي.

د پکتیا د ښار او کور جوړولو ریاست رییس عبیدالله رشاد وايي چې د ښار او کور جوړولو وزارت له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ د یاد بالاحصار د پاتې سروې چارې پیل کړي دي.

پر رفح ښار د اسراییلو بریدونه؛ ۶۷کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

د فلسطین روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د غزې په سوېل رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۶۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه فبرورۍ دولسمه راپور ورکړی چې دغه کسان د حماس ډلې له لوري د دوو برمته شویو د خوشې کولو په عملیاتو کې وژل شوې دي.

لوګر کې نږدې ۱۴۰۰ زده‌کوونکي له سواد زده‌کړو فارغ شول

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږ کال د مرکز پل‌علم په ګډون د پنځه ولسوالیو د سواد زده‌کړې له ۷۴ ټولګیو څخه ۱۳۷۰ زده‌کوونکي فارغ شول.

د یاد ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته وویل چې دغه زده‌کوونکي د پوهنې وزارت له لوري د سواد زده‌کړې پروګرام له جوړو شویو کورسونو څخه په مرکز پل‌علم، محمداغې، خوښۍ، بره‌کي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې فارغ شوي دي.

ګردېز ښاروالي سږکال ۹۰میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د پکتیا د ګردېز ښاروالي مسولان وايي، سږکال یې شاوخوا ۹۰میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د ښار بېلابېلو برخو کې یې بېرته پر ځینو پروژو لګولې دي.

د راټولو شويو عوایدو له ډلې یې ۸۵میلیونه افغانۍ د ګردېز ښار په پراختیايي پروژو او نورو اړینو برخو لګول شوي. د ګردېز ښاروال په وینا، د ښار ماسټر پلان ۳۰سلنه بشپړ شوی او پاتې چارې به یې هم بشپړې شي.