Asset 1SWN

پر رفح ښار د اسراییلو بریدونه؛ ۶۷کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

348J8WN-highres-1703110017

د فلسطین روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د غزې په سوېل رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۶۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

رفح ښار په دې وروستیو کې د څه باندې یو میلیون بې‌ځایه شویو فلسطیني وګړو پر سرپناه او خوندي ځای بدل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه فبرورۍ دولسمه راپور ورکړی چې دغه کسان د حماس ډلې له لوري د دوو برمته شویو د خوشې کولو په عملیاتو کې وژل شوې دي.

۶۰کلن فرنانډو سایمن مارمن او ۷۰کلن لېویس هاري د ارجنټاین دوه تابعیت لرونکي وګړي وو چې د تېر کال اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس ډلې د برید پر مهال برمته شوي وو.

بل‌خوا الجزیرې خبري اژانس بیا په یوه راپور کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې دې بریدونو کې ۶۳ کسان وژل شوي دي. حماس ډلې بیا ادعا کړې چې بریدونو کې تر ۱۰۰ کسان وژل شوې دي.

د فلسطین بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي: «اسراییلو په رفح کې د ملکیانو په نښه کولو او دغه ښار ته د جګړې وړو سره غواړي چې خلک بې‌ځایه او بمباري پرې وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د فلسطیني چارواکو په وینا، پر غزې د اسراییلو بریدونو له امله تر دا مهاله څه باندې ۲۸زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام