Asset 1SWN

د روزګان والي مسوولانو ته: له دولتي موټرو شخصي استفاده‌کوونکي ونیسئ

روزګان۱

د روزګان والي دغه ولایت کې د یوې غونډې پر مهال اړوند مسوولانو ته سپارښتنه کړې، هغه کسان چې له نظامي وسایطو شخصي استفاده کوي، وسایط دې ترې واخلي او قانوني چلن دې ورسره وشي.

محمدعلي جان احمد دې غونډه کې زیاته کړې چې یو‌شمېر کسان له دولتي وسایطو څخه په وادونو او نورو مراسمو کې کار اخلي چې په وینا یې، عامه نظم یې ګډوډ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه پر مسوولانو غږ وکړ چې دغه کسان دې ونیسي او سزا دې ورکړي. «پر خلکو به اجرات کېږي چي دغه د بیت‌المال د وسایطو څخه استفاده کوي. که په وادونو کې مو د بیت‌المال موټر ولیده، رنجر روان، هایلکس روان و، زرهي روان و، یو شی د بیت‌المال چي چا د واده لپاره روان کړی وو، تاسې ټول په دې مکلف یاست چي هم هلته یې ونیسئ.»

نوموړي همداراز وویل: «هغه واده یې مه ورخرابوئ، خو دا ډریور او دا موټر د هر څه به ځني بندېږي. د بیا ورکولو اجازه یې هم نشته. یو چا چې شخصي استفاده د دغو کوله تاسي ټول مسوولین په دې مکلف یاست چي دغه خلک ونیسئ.»

بل‌خوا د روزګان یوشمېر اوسېدونکي هم د والي دغه اقدام ستايي او غوښتنه کوی چي د دولتي وسایطو څخه استفاده کوونکي دې ونیسي او اجازه ورنه‌کړي چې نظامي وسایطو څخه شخصي استفاده وکړي.

د روزګان والي، محمدعلي جان احمد

د روزګان یوه اوسېدونکي شېراحمد وویل: «په وادوو او نورو مراسمو کې چې دوی د رنجرانو زرهي موټرانو څخه استفاده کوي، دا یې ډېر ښه اقدام کړی. غوشته مو د نورو مسوولینو څخه هم دغه ده چې نورو ځایونو کې هم دغسې پرېکړه وکړي چې د نظامي وسایطو څخه د استفاده کوونکي څخه په کلکه منع وشي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روزګان والي داسې مهال د نظامي وسایطو څخه د شخصي استفادې مخنیوي امر کړی چې وخت ناوخت د دغه ولایت اوسېدونکو هم له سرپرست حکومت غوښتنه کوله چې په وادونو او نورو مراسمو کې د نظامي وسایطو څخه د استفاده‌کوونکو مخه ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام