Asset 1SWN

روزګان کې روان کال ۳۳موسسو پر بېلابېلو برخو ۳۵میلیونه ډالر لګولي

IMG-20240205-WA0120

روزګان کې روان کال د ۳۳ کورنیو او بهرنیو موسسو له لوري په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۳۵میلیونه ډالرو لګول شوې دي.

د یادو پيسو ډېره برخه ښوونې، روغتیا، پراختیا او نورو برخو باندې لګول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روزګان والي محمد‌علی جان‌احمد وايي، دغه ولایت کي ټولو موسسو چي شمېر یې ۳۳ ته رسېږي، ۳۵میلیونه او ۱۷۱زره ډالر پر ښوونه، روغتیا، کرنه او نورو برخو لګولي چې ۱۴۷زره کسان یې له خدمتونو برخمن شوې دي.

هغه وویل:  «روان ۱۴۰۲ کال کې د دغه ولایت فعالو نړۍ‌والو او کورنیو موسساتو له لوري دغه ولایت کي ۳۵ میلیونه ۱۷۱ زره ډالر په تعلیمي، روغتیایې، کرني او مالدارۍ، انکشافي او بشري برخو کي مصرف شوي او ۱۴۷زره کسان یې د خدماتو برخمن شوي دي.»

هغه په دغه ولایت کې د کورنیو او نړیوالو موسسو له مسوولانو غوښتنه وکړه چې په بنسټ‌ییزو برخو کې د روزګان اوسېدونکو ته ښه خدمات وړاندې کړي. هغه په دغه ولایت کې د ورته نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روزګان والي ټينګار وکړ چې دغه ولایت کې یې اداري فساد له‌منځه وړی او په وینا یې، هغه کسان چې فساد کوي او سرغړونه کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام