Asset 1SWN

روزګان او کندهار کې له ۸۹۱ بې‌وزله کورنیو سره مرستې وشوې

IMG-20240124-WA0145

په سوېل کې د کندهار او روزګان چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې یې له شاوخوا ۸۹۱ بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو سربېره نورې بېلابېلې مرستې هم کړې دي.

د کندهارد سرې میاشتي ټولنې رییس محب‌الله ایوب اخندزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې په مرستو شویو توکو کې اووړه، وریجې، غوړي، لوبیا، چای او نور توکي شامل دي چې د قطر په مالي مرسته پر بې‌وزله کورنیو وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادې ټولنې له لوري دغه ولایت له راستنېدو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکي مرستې شوي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په پار ۳۲ ښځینه او نارینه روغتیايي کارکوونکي ګومارل چې دوو وختونو کې خدمات وړاندې کوي.

بل‌خوا د روزګان چارواکي هم وايي چې دغه ولایت کې یې له ۳۴۱ بې‌وزله کورنیو سره د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت ژمنۍ مرستې کړې دي.

روزګان کې پر بې‌وزلو د نغدي او غیرنغدي مرستو د وېش بهیر.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالله خالد سلام‌وطندار ته وايي، دغه مرستې د(DAARTT)  موسسې په مالي ملاتړ شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۹۶۴۰ افغانۍ او پنځه کمپلې شاملې دي. د روزګان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالله خالد وايي، دغه کسان څه موده وړاندې سروې شوي وو او وېشل شوې مرستې، مستحقو کسانو ته ورکړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام