Asset 1SWN

کندهار کې راستانه شوي افغانان: تش لاس راغلي یوو، مرستې دې راسره وشي

کندهار ۱

له پاکستانه کندهار ته تازه راستانه شوي افغانان وايي چې پاکستاني پولیسو یې هر څه ترې لوټلي او اوس ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نورعلي چې له خپلې کورنۍ سره یوځای یوه میاشت وړاندې د پاکستان د پښین سیمې څخه بېرته هېواد ته راغلی، وايي، یوازې یې لومړنۍ مرستې ترلاسه کړي چې په وینا یې، ورته بسنه نه‌کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نورعلي سلام‌وطندار ته وویل: «دولت زموږ سره مرسته کړې، د۲۰ څخه تر دېرش‌زره افغانۍ پورې. موږ دولت څخه غواړو چې موږ ته دکار زمینه برابره کړي. موږ ته دې سرایونه راکړي چې موږ ګزاره په‌کې وکړو. دا فعلا موږ یخ سره مخ یوو، موږ دونه پیسې نه‌لرو چې بوټي راوړو بخارۍ کې موږ د دولت څخه دا هیله لرو چې موږ ته د کار  زمینه برابره کړې، موږ ته کورونه راکړي.»

په ورته مهال د پاکستان له کچلاغ سیمې راستون شوی سیدولي بیا غوښتنه کوي چې حکومت او مرستندویه بنسټونه دې ورته د دایمي سرپناه لپاره د ځای او روغتیايي خدمتونو ترڅنګ یې ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه هم برابره کړي.

هغه وویل: «داسې حالت کې راغلیو چې کرایه یې بل چا راکړې، کرایه مو لانه درلوده چې څه شیان و، هغه ولاړه سره ضبط شول. زموږ دغه غوښتنه ده چې موږ سره کمک وکړي مرسته راکول شي، په خالي لاس راوتلي یوو، موږ سره یو شی نشته، موږ یې د کمه کړو.»

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي چې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه یاد ولایت ته ۱۶۵۲۰۰ افغانان راستانه کړل شوې دي.

د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دغه ولایت ته راستنیو شویو سره یې نغدي، خوراکي، روغتیايي او د ژمنیو توکو مرستې کړي چې په وینا یې، دغه مرستې دوام ولري.

د کندهار د کډوالو چارو ریاست د بیامېشتېدنې امر نعمت‌الله الفت وايي، حکومت او مرستندویه بنسټونه په اوږد مهال کې د راستنو شویو اوسنیو ستونزو حل ته پلانونه لري چې په پلې کېدو سره به یې ستونزې هوارې او اړتیاوې پوره شي.

نوموړي په دې اړه وویل: «تېرو شپږو میاشتو څخه دېرش‌زره کورنۍ را اوښتي دي چې د کسانو شمېر یې ۱۶۵۰۰۰ زرو ته رسېږي. د دغو کسانو سره اړینې مرستې شوي. د مرستندویه موسسو، ملي سوداګرو او امارت له‌خوا څخه د دوی سره نغدي او خوراکي مرستې شوي او هر څه امکانات او زمینې ورته مساعدې شوې دي.»

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د تېرو څو میاشتو پر مهال د کندهار سپین‌بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته څه باندې ۲۸۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

راستانه شویو افغانانو سره د سرپرست حکومت او ګڼو کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له‌خوا لومړنۍ مرستې شوي او ګڼ‌‌شمېر یې خپلو ولایتونو کې ځای پر ځای شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام