کابل کې د هېواد په کچه د پولیو ویروس د تشخیص لومړنی لابراتوار پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن پنجشنبه سلواغې ۱۹مه کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس د تشخیص مرکز پرانیست.

د چارواکو په وینا، دغه مرکز افغانستان دننه کې د پولیو ویروس د تشخیص په موخه جوړ شوی. د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل، هڅه کوي چې روان میلادي کال افغانستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه یوسي.

لوګر کې ۱۰۲۴ کسان له سواد زده‌کړو فارغ شول

 د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم ښار په ګډون د شپږو لسوالیو د سواد زده‌کړې له ۷۰ کورسونو څخه ۱۰۲۴ زده‌کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام وطندار ته وویل، یاد کورسونه د (یونېسکو) په مالي ملاتړ په مرکز پل‌علم او ټولو ولسوالیو کې د ۹ میاشتو لپاره جوړ شوي وو.

پکتيا کې د امنیـتي ځـواکونو له‌خوا ۳۹۶۵ ټابلېټ‌کا نیول شوي

د پکتيا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت احمد‌خېلو ولسوالي کې يې ۳۹۶۵ ټابلېټ‌کا کشف او نیولي دي.

د پکتيا امنيه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ګولۍ یې تېره ورځ ناوخته د احمدخېلو په سټوبازار کې چې یوه موټر کې ځای پر ځای شوې، ترلاسه کړې دي.

روزګان کې پانګه‌وال: د برښنا نشتون له امله لویه پانګونه نشو کولای

روزګان کې یو‌شمېر سوداګر وايي چې دغه ولایت کې د برښنا نشتون له امله پانګه‌وال، پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د دوی په وینا، که دغه ولایت کې د برښنا ستونزه حل شي، پانګونه به زیاته او خلکو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي. د روزګان یوه سوداګر محمدالله سلام‌وطندار ته وویل چې دې ولایت کې د برښنا نشتون اړ کړی، څو په لویه کچه پانګونه ونه‌شي کړای.

د پاکستان ټاکنې؛ چاودنو ۲۸ کسان وژلي او ۵۰ ټپیان دي

د پاکستان د پارلماني ټاکنو له پیل سره، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې امنیتي پېښو او وسله‌والو بریدونو زور اخیستی دی چې تراوسه په‌‌کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي. په راپور کې ویل شوي چې دواړه چاودنې د بلوچستان په «کلاسیف‌الله او پښین» کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته رامنځته شوي دي.