Asset 1SWN

پکتيا کې د امنیـتي ځـواکونو له‌خوا ۳۹۶۵ ټابلېټ‌کا نیول شوي

۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶

د پکتيا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت احمد‌خېلو ولسوالي کې يې ۳۹۶۵ ټابلېټ‌کا کشف او نیولي دي.

د پکتيا امنيه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ګولۍ یې تېره ورځ ناوخته د احمدخېلو په سټوبازار کې چې یوه موټر کې ځای پر ځای شوې وې، ترلاسه کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټابلېټ‌کا ګولۍ له کابله د پکتیا اریوب‌ځاځي ولسوالي ته لېږدول کېدې چې په تړاو یې درې کسان هم نیول شوې دي.

خبرپاڼه همداراز کاږي چې د پکـتـیا امنــیه قومنداني مرکز ګردېز اړوند لومـړۍ حوزې پولیـسو هـغه کس هم نیـولی چې په خپـل سري ډول یې ٧٣ ډبیه بیګازون او څلور پاکټـه تراډول ډوله نشــه‌يي ګــولۍ پــلورلې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نیـول شوي کســان د اړوند ارګانونو تر پلټـنو لانـدې دي. څه موده مخکې هم امنيتي ځواکونو احمدخيلو ولسوالي کې په يو موټر کې تر ۲۰۰ کيلو ګرامه چرس چې له اريوب‌ځاځي څخه هلمند ته لېږدول کېدل، نیولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام