روزګان کې یوشمېر سوداګر وايي چې دغه ولایت کې د برښنا نشتون له امله پانګهوال، پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
د دوی په وینا، که دغه ولایت کې د برښنا ستونزه حل شي، پانګونه به زیاته او خلکو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي. د روزګان یوه سوداګر محمدالله سلاموطندار ته وویل چې دې ولایت کې د برښنا نشتون اړ کړی، څو په لویه کچه پانګونه ونهشي کړای.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه: «د بریښنا د خاطره موږ غټه پانګونه نشو کولای په دې خاطر که، موږ پانګونه کولای شوای، اوس به موږ یوغټه فابریکه درلودای په خپل کې او دا کوم ځوانان چي په نشو اخته دي، دا به پر کار برابر شوي وای.»
یوه بل سوداګر امانالله هم وویل: «دا چې موږ برښنا نهلرو ډېره، غټه ستونزه د برښنا ده، که موږ ته برښنا برابره شي، موږ به فابریکې ولرو تولید وکړو هم نورو ولایتو ته هم خصوص روزګان ته.»
بلخوا د مرکز ترینکوټ ښار د یوشمېر کارخونو څښتنان وايي، د برښنا نشتون یې د کارخونې چارې ټکنۍ کړي او په وینا یې، ګټهوټه یې په نشت حساب ده.
دوی زیاتوي چې د ورځې تر لس ساعته کار کوي چې د تولید یې کم او ډېر کاریګر نشي ګومارلی. د یوې کارخونې څښتن حضرتالله همت وویل: «تقریبا دلته زموږ سره اتیا تنه کار کوي او د اتیا کورنیو رزق زموږ سره دی، نو دا چې پر موږ خرچې (مصروفونه) هم ډېر وي او برق هم نهوي پر موږ هم منفي اغېز پریوزي.»
د روزګان محلي مسوولان هم دغه ستونزې تاییدوي او وايي چې د اوس لپاره ښار ته ډیزلي برښنا ورکوي چې دولتي ادارو او ښار ته نږدې یوشمېر کورنۍ ورڅخه برخمنې دي.
دوی ډاډ ورکوي چې نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت کې د برښنا درې سترې پروژې پلې کړي او ورسره د کارخونو او عامه خلکو د برښنا نشتون ستونزه هواره شي.
د روزګان والي ویاند احسانالله حماس سلاموطندار ته وویل: «عالیقدرامیرالمومنین د برق موضوع چې د مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي، د ولایت لپاره هغه یې د نیکهمرغه منظوره کړې او د برق پروژه به د کجکي برښنا بند لهخوا به د ولایت برق راځي او هم به د کندهار له لوري څخه.»
روزګان کې د برښنا نشتون له امله دغه نیوکې داسې مهال دي چې د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار دا مهال یوازې ډیزلي برښنا لري چې د یوه کیلوواټه برښنا بیه، ۲۸افغانۍ څخه تر ۴۰ افغانۍ پورې رسېږي.