د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د برښنا دوامداره نشتوالي په اړه شکایت کوي او وايي، حکومت خلکو ته د برښنا رسونې په برخه کې کمزوری دی او د برښنا شرکت د دغې ستونزې حل لپاره کار نه دی کړی.

د کابل ښار اوسېدونکي امیر خالقي سلام‌وطندار ته ویلي، په څلېرویشت ساعتونو کې یوازې درې یا څلور ساعته برښنا لري چې په وینا یې، ژوند یې پرې تریخ کړی دی. هغه وايي، کله چې د خلکو ستونزې په پام کې نه نیول کېږي، د افغانستان په شان هېواد کې شکایت کول هم کوم ځای نه نیسي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمد وايي، په څلېرویشت ساعتونو کې یوازې شپږ ساعته برښنا لري او د برښنا نه موجودیت له ګڼو ستونزو سره مخ  کړي دي.

د نوموړي په وینا، له یوې خوا ورځ تر بلې هوا سړېږي او بله‌خوا خلک برښنا ته لاسرسی نه لري چې په وینا یې، مسوولې ادارې باید د دې ستونزې د حل په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

خو د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي سلام‌وطندار ته وویل چې د ازبکستان په یوه سب‌سټېشن کې تخنیکي ستونزې پیدا شوي او په وینا یې، کابل ښاریانو ته په نورماله توګه برښنا رسېږي.

د نوموړي په وینا، اوس د برښنا پرچاوي شاوخوا ۵۰ سلنه په پام کې نیول شوې، خو په وینا یې، په ازبکستان کې د ستونزې له حل سره سم به په کابل کې دا وضعیت عادي شي. هغه وايي، ازبکستان ورسره ژمنه کړې چې د روانې اوونۍ تر پایه به یاده ستونزه حل کړي.

د توحیدي په خبره، هره کورنۍ باید د هغه مهال‌وېش له مخې چې د برښنا ریاست په پام کې نیولی، پنځلس ساعته برښنا ولري، خو د پرچاوۍ له کبله دا سلنه را کمه شوې ده.

هر کال د ژمي موسم په را رسېدو سره په هېواد کې د برښنا شرکت له لوري د برښنا ستونزې او پرچاوۍ ورځ تر بلې ډېرېږي اود پلازمینې اوسېدونکي له برښنا پرته شپې او ورځې تېروي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام