Asset 1SWN

لوګر کې ۱۰۲۴ کسان له سواد زده‌کړو فارغ شول

IMG-20240206-WA0016

 د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم ښار په ګډون د شپږو لسوالیو د سواد زده‌کړې له ۷۰ کورسونو څخه ۱۰۲۴ زده‌کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام وطندار ته وویل، یاد کورسونه د (یونېسکو) په مالي ملاتړ په مرکز پل‌علم او ټولو ولسوالیو کې د ۹ میاشتو لپاره جوړ شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، یادو کورسونو ته له ۱۴ کالونو څخه تر ۳۵ کالونو زده‌کوونکي جذب شوي وو چې تر ۹ میاشتو زده‌کړو وروسته نن «پنج‌شنبه، سلواغې ۱۹مه» فارغ شول.

نوموړي وویل: «فارغ شو زده‌کوونکي اوس روان لیک‌لوست کولای شي او همدارنګه د پوهنې ریاست له لوري ورته د دریېم ټولګي معادل سند هم ورکړل شو».

د ده په وینا، پوهنې ریاست په پام کې لري چې په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز  کال کې هم د (یونېسکو) په مالی ملاتړ ورته د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ کړي دي.

له سواد زده‌کړې فار غ شوي زده‌کوونکي هم خوښ دي چې په خپله ولسوالي او کلي کې ورته د لیک‌لوست زده‌کړې زمینه برابره شوې وه.

 د مرکز پل‌علم ښار اوسېدونکي رحمت‌الله سلام وطندار ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله یې ښوونځی نه‌دی  لوستلی. هغه زیاته کړه، تېر کال یې د پوهنې ریاست په سواد زده‌کړې ټولګي کې ځان شامل کړی و چې اوس روان لیک‌لوست کولای شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېر کال هم د پوهنې ریاست له لوري په مرکز پل علم او ولسوالیو کې هغه کسانو ته د لیک لوست زمینه برابره کړې وه چې د بېلا بېلو ستونزو له امله له زده کړو محروم پاتې وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام