Asset 1SWN

کابل کې د هېواد په کچه د پولیو ویروس د تشخیص لومړنی لابراتوار پرانیستل شو

۱

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن پنجشنبه سلواغې ۱۹مه کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس د تشخیص لابراتور پرانیست.

د چارواکو په وینا، دغه لابراتوار افغانستان دننه کې د پولیو ویروس د تشخیص په موخه جوړ شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل، هڅه کوي چې روان میلادي کال افغانستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه یوسي. «له دې وړاندې به د پولیو ناروغۍ نمونې له هېواده بهر د تشخیص لپاره وړل کېدې او تر راتلونکو شپږو میاشتو به دغه مرکز د دې جوګه شي چې افغانستان کې د پولیو نمونې تشخیص کړي. موږ هڅه کوو چې راتلونکی کال افغانستان له پولیو پاک کړو.»

په ورته مهال د پولیو د تشخیص مرکز مسوولان وايي، دغه مرکز د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ۸سوه زره امریکايي ډ‌الرو په ارزښت جوړ شوی چې اوونۍ کې د پولیو ۵سوه پېښې تشخیص کولی شي.

د پولیو ویروس د تشخیص مرکز مشر محمد ناصر حنفي وویل: «دغه مرکز د ۸۰۰زره ډالرو په لګښت د روغتیا نړیوال سازمان په همکاري جوړ شوی او موخه مو دا ده چې دې افغانستان کې د پولیو نمونو تشخیص وکړو.»

له دې سره، افغانستان او پاکستان نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له‌منځه نه ده تللې.

د پولیو د منځني ختیځ برخې عملیاتي مرکز مشر حمید جعفري وویل، افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې دواړه هېوادونه په مشترک ډول کار وکړي.

د هغه په وینا، افغانستان کې د پولیو ویروس د تشخیص مرکز د ظرفیت لوړولو لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. «دا مهمه ده چې افغانستان او پاکستان د پولیو له‌منځه وړو ته په ګډه کار وکړي او هر یو په یوازې ځان دا ناروغۍ نشي ختمولی او موږ افغانستان کې د پولیو له‌منځه وړو برخه کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار ولایت کې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام