Asset 1SWN

د هېواد بېلابېلو سیمو کې د پولیو ضدواکسین کمپاین پیلېږي

F_2weDBXIAAtCly

له «پولیو خلاص افغانستان» بنسټ وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

دغه بنسټ نن «دوشنبه، لړم شپږمه» پر اېکس لیکلي چې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین به نن پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له «پولیو خلاص افغانستان»/ Polio Free Afghanistan بنسټ د هغو ولایتونو نومونه نه‌‌دي په ډاګه کړي چې دغه کمپاین په‌کې پیلېږي.

دوه ورځې وړاندې د هېواد ختیځ ننګرهار کې څه باندې شپږ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې اووه ورځې به دوام وکړي.

همداراز نن په زابل کې هم څه باندې ۱۰۰زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس میرویس افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد کمپاین پلي کېدو لپاره د ښار بېلابېلو سیمو کې یې د پولیو اړوند عامه پوهاوي لپاره ۱۴۳ ټیمونه ګومارلې دي.

د نوموړي په وینا، دغه ولایت کې به د پولیو یاد کمپاین درې ورځې دوام وکړي. زابل کې تر دې مهاله د پولیو یوه مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې ننګرهار کې د پولیو یا ګوزڼ ضد شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي په‌کې په بشپړه توګه له‌منځه نه ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام