Asset 1SWN

یونېسف ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل کړ

In this photo taken on March 20, 2019, an Afghan health worker administers a polio vaccine to a child in Kandahar province's Arghandab district. - Polio immunisation is compulsory in Afghanistan, but distrust of vaccines is rife, and the programmes are difficult to enforce particularly in rural regions. Militants and religious leaders tell locals that vaccines are a Western conspiracy aiming to sterilise Muslim children, or that such programmes are an elaborate cover for Western or Afghan government spies. (Photo by JAVED TANVEER / AFP) / To go with 'AFGHANISTAN-CONFLICT-VACCINES-POLIO-TALIBAN', FEATURE by Rashid Durrani with Usman Sharifi        (Photo credit should read JAVED TANVEER/AFP via Getty Images)

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» نن د هېواد په ختیځو ولایتونو، ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل کړ.

افغانستان کې د یونېسف د دفتر ویاند کمال شاه، سلام‌وطندار ته ویلي، دغه کمپاین چې تر راتلونکې پنجشنبې ورځې به دوام وکړي، له پنځو کلونو څخه کم‌عمره څه باندې یو میلیون ماشومان به په‌کې واکسین شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «په روان میلادي کال کې نهه پېښې ثبت شوې وې او دا په یادو سیمو کې د پولیو ویروس شتون ښيي او له همدې امله مو ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین کور په کور پیل کړی او تر پنج‌شنبې به روان وي.»

په ورته وخت کې د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي خوښ دي چې ماشومانو ته یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.

د لغمان اوسېدونکي عبدالله وویل: «د پولیو واکسین د تطبیق کارکوونکي زموږ کورونو ته راغلي او زموږ ماشومان تطبیقوي، څو د پولیو له شره خلاص شي.»

د کونړ اوسېدونکی امان بیا وايي چې د دوی ولسوالي کې د پولیو ضد واکسین پیل شوی او خپل ماشومان یې واکسین کړي دي. هغه له خلکو غواړي چې خپل واکسین د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

د نړیوالو سازمانو د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان او پاکستان اوس نړۍ کې یوازیني دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم په‌کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له‌منځه نه ده تللې.

د پولیو ضد واکسین د تطبیق له دې کمپاین سره هم‌مهاله، یو‌شمېر دیني عالمان ټینګار کوي چې هېوادوال باید د روغتیاپالانو له لارښوونو سره سم خپل له پنځو کالو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

دیني عالم مختارمحمد عثماني سلام‌وطندار ته وویل چې د پولیو واکسین تطبیق د ماشومانو لپاره اغېزمن دی او له کورنیو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان واکسین کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې ۲۰۲۲ کال کې د ټول هېواد په کچه د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې یوه یې په کونړ او بله یې په پکتیکا کې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام