Asset 1SWN

م.جاهد هېوادونو ته: د ا.ا مخالفانو ته خپله خاوره کې د فعالیت اجازه مه‌ ورکوئ

ارګ-1-qh4t0ug5d0w8zpuzqw0kf5dgyphx3j3rl4mxyuzzbc

وروسته له هغې چې پر ټولنیزو رسنیو د عیسی محمدي په نوم ټولنیز فعال او د سرپرست حکومت مخالف ایران کې د نوموړي د ممنوع‌الخروجېدو په اړه خبرونه خپاره شول، د سرپرست حکومت ویاند وايي، هېوادونه باید سیاسي مخالفانو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغې موضوع په غبرګون کې له نورو هېوادونو غوښتنه کوي چې د حکومت سیاسي مخالفانو ته یې خپله خاوره کې د فعالیتونو اجازه ور نه‌کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «هېوادونه باید د افغانستان ثبات او امنیت ساتنې لپاره چې د اوسني نظام مخالف وي، اجازه ورنه‌کړي، ځکه دا د هېوادونو او سیمې د امنیت او ثبات په ګټه نه‌دی. موږ غوښتنه لرو چې د سیمې ثبات لپاره همکاري وکړو، نو نه‌باید هغو کسانو ته چې د ثبات او امنیت مخالف دي، د فعالیت اجازه ورکړل شي.»

سرپرست حکومت وايي چې کابل کې د ترکیې سفیر د روان کال د جنوري پر ۱۸مه د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره لیدنه کې ویلي وو، هېواد یې د افغانستان سرپرست حکومت پر وړاندې هېڅ ډول فعالیت ته اجازه نه‌ورکوي.

خو د ترکیې حکومت په رسمي ډول دغسې یو څه نه دي تایید کړي. تر دې وړاندې امریکا، برتانیا او ترکیې هم ویلي، افغانستان کې له نظامي فعالیت ملاتړ نه‌کوي.

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې هېوادونه دامهال افغانستان کې پر جګړې او مخالفو جبهو پانګونې ته نه دي چمتو او سرپرست حکومت باید له دغه فرصت څخه هېواد کې د دایمي ثبات تامینولو لپاره استفاده وکړي.

د نړیوالو چارو کارپوه بلال فاطمي وویل: «د هېوادونو دا تګ‌لاره د ا.ا پر وړاندې ابدي نه‌ده، موږ مشوره وکړه چې ا.ا باید له دې ګټه واخلي او د افغانستان کورني او بهرني ستونزې حل کړي او پرې نه‌ږدي چې دا فرصت له لاسه لاړ شي او هېوادونه مخالفان تقویت کړي، ځکه دې برخه کې د امریکا او لوېدیځ کوچنی حرکت کولای شي، ستر بدلونونه رامنځته کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سره له دې چې تېرو څه باندې دوو کلونو کې یوشمېر هېوادونو له ا.ا سره تعاملات لرلي، خو تراوسه هېڅ هېواد د افغاستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام