Asset 1SWN

ګردېز ښاروالي سږکال ۹۰میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸

د پکتیا د ګردېز ښاروالي مسولان وايي چې سږکال یې شاوخوا ۹۰میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د ښار بېلابېلو برخو کې یې بېرته پر ځینو پروژو لګولې دي.

د راټولو شويو عوایدو له ډلې یې ۸۵میلیونه افغانۍ د ګردېز ښار په پراختیايي پروژو او نورو اړینو برخو لګول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګردېز ښاروال سیدنظيم مزمل ښاريانو ته د حساب‌ورکولو غونډه کې وویل چې راتلونکی کال به د ګردېز ښار او اړوند ناحیو کې ۱۲ پراختیایي پروژې پلي کړي او ورسره به ګردېز ښاریانو لپاره اسانتیاوې هم رامنځته شي.

هغه وویل: «سږکال موږ یوازې ۹۰میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، خو بېرته مو شپږ پراختیايي پروژې ښار کې عملي کړي چې تقریبا ټول لګښت یې ۸۵ میلیونه افغانۍ کېږي. راتلونکی کال به موږ ۱۲پروژې په ګردېز ښار کې عملي کوو او تر ۲۰۰ میلیونه پورې به عواید راجمعه کړو.»

د ګردېز ښاروال په وینا، د ښار ماسټر پلان ۳۰سلنه بشپړ شوی او پاتې چارې به یې هم بشپړې شي.

د ګردېز یوشمېر ښاریانو هم په غونډه کې نیوکه کوي چې په تېرو څو کلونو کې د ګردېز ښار د پراختیا، ښکلا او نورو اړینو برخو کې ورته کار ندی شوی.

د ګردېز اوسېدونکی او د دویمې ناحیې ګذر وکیل انځرګل وویل چې د ښار دننه ګڼ‌شمېر فرعي کوڅې خامې دي او د اوبو رسونې برښنا منظم سېسټم شتون نه‌لري.

هغه وویل: «ګردېز ښار کې هغه لازمې اسانتیاوې نشته لکه په ځینې نورو ښارونو کې چې دي. دا اوس هم د ښار په داخل کې زیاتې فرعي کوڅې خامې دي. ښاریانو ته یې بیخي زیات مشکل جوړ کړی. نه‌منظم د اوبو رسونې سېسټم شته، نه‌منظم برښنا سېسټم شته، نه تفریحي پارکونه شته او ځینې نورې ستونزې هم شته چې باید ښاروالي یې حل کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په غونډه کې د ګردېز ښاریانو له ښاروالي دا هم وغوښتل چې ښار کې دې د پلې کېدونکو پروژو کیفیت ته ځانګړی پام وکړي او د ښار پاکوالي لپاره کاري ډلې زیاتې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام