دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته؛ د ا.ا د ګډون چمتووالی ناڅرګند دی

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو په کوربه‌توب د دوحې غونډه راتلونکې اوونۍ جوړېږي؛ خو دغه سازمان لاهم د دې غونډې د وروستي جوړښت او اجنډا په اړه جزییات نه‌دي ورکړي. د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام وطندار ته وویل، د دوحې غونډه کې د ګډون په اړه د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.