مجاهد: د لرغونو اثارو ساتني او د هغه د قاچاق مخنیوي ته ژمن یوو
د اسلامي امارت مسوولانو نن « کب ۲۰مه» د تاریخي، ملي او فرهنګي اثارو د ساتنې ورځ او د افغان هنرمندانو د لاسي صنایعو نندارتون د پرانیستلو نمانځنه وکړه. جوړو شویو مراسمو ته د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ذبیحالله مجاهد وویل، د افغانستان لرغوني اثار د هېواد د هویت، فرهنګ او ملي ارزښتونو ښکارندوی دی.