Asset 1SWN

سلام وطندار

اقلیمي بدلون؛ روانه میاشت د دویم ځل لپاره د کابل فضا پر دوړو پوښل کېږي

۱

نړۍ کې په ځانګړې توګه سویلي اسیا کې د اقلیمي بدلونونو پر دوام روانه میاشت دا دویم ځل دی چې د کابل فضا پر دوړو پوښل کېږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وچکالي، د ځنګلونو کمښت او د اقلیم بدلونونه د کابل هوا د ککړتیا زیاتېدو له مهم لاملونو بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم بدلون رییس روح‌الله امین وویل، دغه اداره غواړي د هوا د ککړتیا کمولو لپاره د مخکیني حکومت د اقلیم بدلون پر پروګرام بیا کتنه وکړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هوا ککړتیا کمېدو د مسوولې ادارې په توګه له نورو حکومتي اداره سره کار کوي او موږ د اقلیم بدلون لپاره پلان جوړ کړی چې اوس تر بیاکتنې لاندې دی او د ادارې دندې به په‌کې مشخصې شي.»

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه عبدالباسط رحماني د هوا ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې د چاپېریال ساتنې ادارې غیرموثره فعالیتونو ته په اشارې وايي، اړتیا ده چې د دغې ادارې پر جوړښت بیا کتنه وشي.

هغه په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «د چاپېریال ساتنې اداره د یوې پالیسي جوړونکې ادارې په توګه کار کوي او د عملیاتي کارونو وړتیا نه‌لري او له تشکیلاتي اړخه چې تعریف شوې، باید لومړی پر هغه کار وشي.»

له دې سره هم‌مهاله یوشمېر روغتیاپالان وايي، د هوا له ککړتیا څخه د زیان‌لیدو کچې کمولو لپاره دې هېوادوال ککړه هوا کې له ګرځېدو ډډه وکړي او یا هم له کوره د بهر‌کېدو پرمهال ماسک وکاروي.

د اندراګاندي روغتون ډاکټر عارف حسن‌زی وویل: «هغه کسان چې ښار کې ژوند کوي، باید ماسک وکاروي او هغو سیمو ته له تلو ډډه وکړي چې ګرد ولري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان خبرداری ورکوي چې د هوا دوامداره ککړتیا د بشر لپاره ناوړه پایلې له ځانه سره لرلی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام