Asset 1SWN

افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ درېیم زیانمن هېواد بلل شوی

000_9QD8GV

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په تازه‌ګۍ سره ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې اقلیمي بدلونونو څخه په لوړه کچه زیانمن دي، درېیم ځای کې شتون لري.

د یادې کمېټې په وینا، افغانستان د وچکالۍ پرله‌پسې درېیم کال تجربه کوي چې له امله یې د خوراکي توکو تولید کم شوی او خلک خپلو مېنو خوشې‌کېدو ته اړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان هم وايي، ښايي سږکال د هوا په ګرمېدو سره د هېواد ځينې هستوګنیزې سیمې تشې او یوشمېر سیمو کې سخت بادونه او سېلابونه راشي.

د دغه وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي سلام‌وطندار ته وايي، تېرکال هېواد کې د اقلیمي بدلونونو له امله شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او لسګونه زره څاروي له‌منځه تللي دي.

هغه وویل: «د هوا په ګرمېدو سره ښايي د هېواد ځینې سیمې تشې شي او برعکس ځینې نورې سیمې به بیا له سخت ورښت او سېلابونو سره مخ شي. تېرکال د اقلیمي بدلون له کبله ۱۰۰۰ کسان مړه شوي، دوه زره ټپیان، ۹۰زره څاروي او ۴۰ کورونه هم له‌منځه تللي دي.»

د چاپریال ساتنې ادارې ویاند فرید فرهنګ هېواد کې د اقلیم برخه کې د اړوند پروژو ځنډېدو ته په اشاره له نړیوالو غواړي چې اقلیمي بدلونونو څخه د زیان‌ لیدو کچې کمولو لپاره افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه وویل: «افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه ډېر اغېزمن دی او باید هېوادونه د افغانستان اقلیمي بدلون برخه کې همکاري وکړي او اوس افغانستان کې د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې ۳۲ پروژې چې ارزښت یې ۸۹۲ میلیونه ډالر دی، ځنډېدلي دي، موږ له هېوادونو غواړو چې خپلې مرستې دې نه سیاسي کوي.»

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې برخې ځینې کارپوهان وايي، د اقلیمي بدلونونو پایلو سره د مبارزې لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت د اقلیمي بدلونونو کنوانسیونونو کې د افغانستان غړیتوب لپاره هڅې وکړي.

د چاپریال ساتنې برخې کارپوه عبدالهادي اڅکزي وویل: «افغانستان د اقلیمي بدلون ۱۷ کنوانسیونونو کې غړیتوب لري او ا.ا باید هڅه وکړي چې دغو کنوانسیونونو کې خپل غړیتوب وساتي او همداراز د اقلیمي بدلون څېړنیزو مرکزونو او د ځنګلونو د پراخېدو هڅې دې وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د راپور پر بنسټ، یمن‌، چاد، افغانستان، سوېلي سوډان او مرکزي افریقا اقلیمي بدلونونو څخه تر ټولو زیانمن هېوادونه بلل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام