Asset 1SWN

روزګان کې د یوې کورنۍ سرپرسته: ټول کال مې یتیمانو څپلۍ نه دي پښو کړي

د راپور تصويرونه (3)

روزګان کې بې‌وزله او بې‌پرسته کورنۍ وايي چې روان سوړ ژمي کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېلابېلې ناروغۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه بې‌پرسته کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي چې کور کې د خوړو لپاره څه نه‌لري او په وینا یې، حکومت باید ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روزګان مرکز ترینکوټ ښار اوسېدونکې ګل‌سیکه چې په تېرو جګړو کې یې خپل درې زامن  له لاسه ورکړي، اوس د ۱۳ یتیمانو سرپرستي ور تر غاړې ده.

ګل‌سیکه وایي، سړه هوا، لوږه او بېلابېلې ناروغۍ یې د ماشومانو ژوند ګواښوي. هغې وویل: «نه مې اوړه شته، نه مې د کور نور توکي شته سخت ژمی دی. د ژمي لپاره هېڅ نه‌لرو، يتمان مې په کور کې دي. زما دې په الله ج قسم وي، که مو په ټول کال کې دغو يتیمانو خپلې څپلۍ پښو کړې وي.»

د روزګان یوشمېر بې‌‌‌سرپرسته ماشومان وايي، زده‌کړو څخه محروم دي او په ډېرو ستونزو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي. دوی حکومت او مرستدویه بنسټونو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

د روزګان یوه ماشوم وحیدالله سلام‌وطندار ته وویل: «شی نه‌لرو، کور کې والله که هېڅ شی شته، د ورځې ۳۰۰ پیسې پیداکړو هغه کور ته د اړتيا وړ توکي واخلو، هېڅ شي، د خوراک ته ولاړ لرو په ژمې مو ستونزې بیخې زياتي شوي دي.»

غوښتنې دا دي چې لنډمهاله مرستې د خلګو ستونزې نه‌شي حل کولای او سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونه دې پر داسې یوې طرحې کار وکړي چې ورسره بې‌وزله کورنۍ روان حالت څخه راووځي.

مدني فعال احمدجاويد خپلواک وویل: «زموږ ډېر موسسات دا مهال موقتي مرستې کوي، کله چې هغه مرستې چې دوی اړمنو کسانو ته ورکړي تر يو وخت يې بسنه وکړي وروسته بېرته خلک فقر ته اړ شي دلته باید کاري زميني برابري شي او خلک له فقر او غربت څخه خلاص شي.»

د روزګان د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو امر نوراغا نوري وویل، د بې‌سرپرسته ماشومانو لاسنیوي لپاره یې پلانونه نیولي او هيله لري چې شته ستونزې حل شي.

هغه وویل: «د ژمې په اړه موږ د مهاجرينو د وزارت له مقام سره مو خبرې کړي دي، موږ د هغو سره په جريان کې يو انشاالله مرستې به اماده کړو ترڅو په ژمې کې د خلکو شته ستونزې حل شي.»

دا داسې مهال دی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې یومیکو تاکاشیما تازه ویلي، ۹۰ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې دي او له نیمايي زیات بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغې وویل، د سرپرست حکومت وروستیو پرېکړو د بشردوستانه مرستو پر بهیر ناوړه اغېز کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام