روزګان کې د یوې کورنۍ سرپرسته: ټول کال مې یتیمانو څپلۍ نه دي پښو کړي
روزګان کې بېوزله او بېپرسته کورنۍ وايي چې روان سوړ ژمي کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېلابېلې ناروغۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
دغه بېپرسته کورنۍ سلاموطندار ته وايي چې کور کې د خوړو لپاره څه نهلري او په وینا یې، حکومت باید ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.