پاکستاني رسنیو رپوټونه ورکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده.
د پاکستان اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې نن د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې «PAJCCI» له قوله په یوه رپوټ کې لیکلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲.۵ میلیارد ډالرو څخه یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې.
دې ورځپاڼې لیکلي: «د دوستانه سوداګرۍ سیاستونو نشتون، د مناسبې راکړې ورکړې لپاره د سوداګرۍ میکانیزم نشتوالی او بې اغېزې پانګونه» له هغو لاملونو دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د سوداګرۍ کچه راښکته کړې ده.
د رپوټونو پربنسټ، د مالي اصلاحاتو سربېره، لوړې مالیې او د افغانستان او پاکستان د حکومتونو له لوري د ډېرو مالیاتو اخیستل هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ اغېزمنه کړې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رییس زبیر متیواله اکسپرېس ټرېبیون ته ویلي: «د دواړو هېوادونو ترمنځ باید سوداګري ۵میلیارده ډالرو ته رسېدلې وای، خو په افغانستان کې د بانکي سېسټم نشتوالي له کبله، د درېیم هېواد له لارې د پیسو ورکړه، ناشونې ده.» نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان حکومت تراوسه افغانستان سره د روپیو له لارې د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې نه دي رامنځته کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اکسپرېس ټرېبیون لیکلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې رالوېدو د سیمې هېوادونو له هغې ډلې ایران ته یو لړ فرصتونه رامنځته کړي، څو د افغانستان په بازار کې خپل سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي.