Asset 1SWN

اوزبکستان د هرات زلزله ځپليو سره د ۱۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه 

IMG-20231010-WA0006

په کابل کې د اوزبکستان سفارت نن (سه شنبه د تلې ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته نږدې سل ټنه بشري مرستې لېږلې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اوزبکستان له لوري په رالېږل شويو مرستو کې خوراکي توکي لکه اوړه، غنم، غوړي، پسته، غوښه، وريجې، بوره، خيمې، کمپلې او د لومړنيو مرستو ټول اړين وسايل شامل دي.ل

له اوزبکستان څخه دغه بشري مرستې د افغانستان لپاره د اوزبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت الله ارګشوف په مشرۍ رالېږل شوې دي.

په خبرپاڼه کې ليکل شوي چې دغه بشري مرستې د اوزبکستان د استازي له خوا د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوې.
په همدې حال کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال شرف الدین مسلم د يادې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال وويل«اوزبکستان یو ورور هېواد دی او تل یې له موږ سره مرسته کړې ده. ما په خپله څو څو ځله ستاسو له هېواد څخه مرستې ترلاسه کړې او زموږ د ځوریدلو خلکو په ویش کې مې برخه اخیستې ده.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال د اسلامي امارت په استازیتوب د اوزبکستان له ولسمشر شوکت میرامانویچ میرضیایف څخه مننه وکړه.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو تېره ورځ کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې هرات کې د شوې زلزلې له امله د مړو شويو او ټپیانو شمېر څه باندې ۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
د دغه وزارت د مسوولانو په وينا، يادې شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي لورې.
هرات کې د روانې اوونۍ د شنبې ورځې خونړۍ زلزلې وروسته دغه ولايت څو ځله نورې زلزلې هم شوې دي.
به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام