د هوا په سړېدو او د کرونا ویروس د دویمې څپې په خپرېدو سره کندوز ولایت کې هم د روغتیاپالانو او مدني ټولنې فعالانو اندېښنې را ولاړې شوې دي. دغه ولایت کې د جک موسسې او کووېډ نولس پروژې مسوولان وايي، د کرونا ویروس د دویمې څپې خپرېدل لامل شوي چې د خلکو ترمنځ وېره او رواني ناروغۍ لا ډېرې شي.

د جک موسسې او کندوز کې د کووېډ نولس پروژې د پروګرامونو مسوول نوراحمد احمد سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، کندوز مېشتې موسسې د کرونا ویروس پر وړاندې د عامه پوهاوي کمپاین کې همغږي نه لري او فعالیتونه یې یوازې تر کندوز ښاره ځانګړي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې که په کلیو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلې نه شي، سخت ژمی به ولري.

د کندوز ولایت یو مدني فعال ذبیح الله مجیدي وايي، د دې ولایت خلک د کرونا ویروس پر وړاندې بې پروايي کوي او روغتیايي ټکي په پام کې نه نیسي.

مجیدي زیاتوي، کلیوالو سیمو کې خلک د کرونا ویروس په اړه معلومات نه لري او له همدې کبله یې د مړینې کچه لوړه ده.

د کندوز د عامې روغتیا رييس احسان الله فضلي هم دغه ولایت کې د کمپاین د کمزورتیا خبره مني خو وايي، له جک موسسې او کووېډ نولس روغتون پرته بل څوک په دې اړه مسوولیت نه لري او د فعالیت اجازه هم نه ورکول کېږي.

د کندوز ولایت د روغتیايي مسوولانو له معلوماتو سره سم، په دې ولایت کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کرونا ویروس د اخته کېدونکيو کسانو شمېر لوړ شوی او دغه موده کې یې ۷۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام