Asset 1SWN

طالبانو د کندوز دښت‌ارچي ولسوالۍ ونیوله

IMG-20201116-WA0050-oyhjowg7zyl3rnjtu49mxqm641dhlr3ejfwrecsyvc

 

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، دښت‌ارچي ولسوالۍ د طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو پایله کې سقوط شوې ده. یوه بله ځايي سرچینه هم وايي، طالبانو نن سهار پر دښت‌ارچي ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ بازار کې د شاوخوا سیمو پوستې خوشې کړي او شاه تګ یې کړی دی.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، د دواړو خواوو د نښتو پایله کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د مرادي په وینا، د امنیتي ځواکونو د قربانیانو شمېر درېیو کسانو ته رسېږي.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره مرستندويه ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې کندوز ته استول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام