طالبانو د کندوز دښتارچي ولسوالۍ ونیوله
د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، دښتارچي ولسوالۍ د طالبانو د ډلهییزو بریدونو پایله کې سقوط شوې ده. یوه بله ځايي سرچینه هم وايي، طالبانو نن سهار پر دښتارچي ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ بازار کې د شاوخوا سیمو پوستې خوشې کړي او شاه تګ یې کړی دی.