ماشومان چې د ۵۰ افغاينو بدل کې طالبانو لپاره ماينونه خښوي

د جوزجان ځايي چارواکي مني چې وسله‌وال طالبان دغه ولایت کې ماشومانو ته پیسې ورکوي، ترڅو د افغان ځواکونو په لاره کې ماینونه خښ کړي. د دوی په خبره، طالبان ماشومان ته پنځوس افغان ورکوي، ترڅو پلچکونو، امنیتي پوستو او عامه تاسیساتو کې ماینونه خښ کړي.

شېرمحمد د هغه ۱۴ کلن جوزجاني ماشوم مستعار نوم دی چې د طالبانو له خوا په دولتي تاسیساتو کې د ماین اېښودلو لپاره د دغې ډلې له خوا جذب شوی. شېرمحمد وایي، د هر ماین اېښودلو لپاره ۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

بهرنيان طالبانو ته د بې‌پيلوټه الوتکو د کارولو زده‌کړې ورکوي

د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو ځواکونو حضور نوې خبره نه ده بلکې له دې وړاندې هم په دې اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو اوس د فارياب ولايت مسوولان وايي چې بهرنيان طالبانو ته د بې‌پيلوټه الوتکو د کارونې زده‌کړې ورکوي.

د فارياب والي نقیب‌الله فایق وايي، طالبانو خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال د بې‌پيلوټه الوتکو په مرسته د امنيتي ځواکونو ځايونه تشخيصوي. د فایق په وینا، بهرني اتباع طالبانو ته د داعشيانو انګېزې سره د بې‌پيلوټه الوتکو د کارونې زده‌کړې ورکوي.

مشرانو جرګه: د راتلونکي مالي کال د ملي بودیجې سند ډېرې ستونزې لري

په داسې حال کې چې د راتلونکي مالي کال د ملي بودیجې طرحه تېره اوونۍ مشرانو جرګې ته وړاندې شوې؛ خو د دې جرګې دویم نایب اکبر ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل، د بوديجې سند کې ستونزې ډېرې دي.

ستانکزی وايي، د راتلونکي مالي کال د ملي بودیجې طرحه کې د ولایتونو ترمنځ انډول نشته، ځینې پخوانۍ نیم‌کاره پروژې په کې نه دي شاملې شوي، د یوه ولایت بودیجه بل ولایت ته ځانګړې شوې او یو لړ نورې ستونزې هم لري.

پر کابل پوهنتون د بريد تازه موندنې؛ بريدګر لوکسو جامو کې دننه شوي وو

پر کابل پوهنتون د بريد تازه موندنې ښيي چې د نیول شويو بریدګرو د څرګندونو پر بنسټ هغوی له برید ۱۰ ورځې وړاندې کابل پوهنتون څېړلی و او دې ته يې پام شوی و چې پوهنتون ته د دننه کېدو پرمهال لوکس کسان دومره جدي نه تلاشي کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، بريدګرو د محصلانو په څېر د لوکسو جامو په اغوستو سره، یو په بل پسې پوهنتون ته دننه شوي او بیکونه یې نه دي تلاشي شوي.

طالبانو د کندوز دښت‌ارچي ولسوالۍ ونیوله

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، دښت‌ارچي ولسوالۍ د طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو پایله کې سقوط شوې ده. یوه بله ځايي سرچینه هم وايي، طالبانو نن سهار پر دښت‌ارچي ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ بازار کې د شاوخوا سیمو پوستې خوشې کړي او شاه تګ یې کړی دی.