Asset 1SWN

پر کابل پوهنتون د بريد تازه موندنې؛ بريدګر لوکسو جامو کې دننه شوي وو

University-7-oxwwui89t8979rp8h180b1b2g40e1kng64s830r8us-oxwz74n73a3ihys5c41va6jzpwx00lli4z4wgtaaok

 

پر کابل پوهنتون د بريد تازه موندنې ښيي چې د نیول شويو بریدګرو د څرګندونو پر بنسټ هغوی له برید ۱۰ ورځې وړاندې کابل پوهنتون څېړلی و او دې ته يې پام شوی و چې پوهنتون ته د دننه کېدو پرمهال لوکس کسان دومره جدي نه تلاشي کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، بريدګرو د محصلانو په څېر د لوکسو جامو په اغوستو سره، یو په بل پسې پوهنتون ته دننه شوي او بیکونه یې نه دي تلاشي شوي.

امرالله صالح ليکلي، د عادل په نوم پر کابل پوهنتون د برید طراح چې دوه ورځې وړاندې ونیول شو، په خپل اعتراف کې ويلي چې ټاکل شوې وه که چېرې پوليس لومړی بريدګر تلاشي کړي او ونیول شي، نو دويم بريدګر به پوليس وژني.

نوموړي ويلي، پر کابل پوهنتون د برید طراح د لومړي غړي تر نیول کېدو وروسته، د احمد په نوم دویم یې پکتیا ولایت کې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی او زياته کړې يې ده چې پر کابل پوهنتون د برید طراح درېیم غړی هم ژوندی نیول شوی دی.

د لړم مياشتې پر دولسمه نېټه سهار مهال ۳ وسله‌والو بريدګرو پر کابل پوهنتون برید وکړ چې له کبله يې ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شول چې ډېری قربانيان يې محصلان وو.

که څه هم طالبانو دغه برید کې لاس لرل رد کړي او داعش یې مسوولیت منلی؛ خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام